
کابل، د زمري ۱۰مه، باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د نشه يي توکو د مخنیوي ترسرلیک لاندې د ۱۳ لوبډلو د والیبال پیل شوې سیالۍ د الهام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغه مراسمو کې د والیبال فدارسون مسوول سمیع الله څارنوال، د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
قاري اغاولي قریشي په ځوانانو غږ وکړ، چې د زده کړو ترڅنګ سپورټ ته هم پاملرنه وکړي.
ورته مهال د روزګان د والیبال فيدراسيون ولايتي مسوول سمیع الله وویل، چې د یادو سیالیو موخه یې د زون سياليو لپاره د غوره لوبډلې په نښه کول وو.
نوموړي وویل، دغو سیالیو کې ۱۳ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
لمر