امنیت

په روزګان کې دوه تنه ماشومان ټپيان شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
دوه تنه ماشومان په روزګان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د دغو ماشومانو د سپرلۍ بايسکل نن سهار په دهراوود ولسوالۍ کې په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
په روزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې چاودنې له امله دوه تنه ماشومان ټپيان شول .
ده وويل: دغه ماشومان په دهراوود ولسوالۍ کې کله چې په بايسکل سپاره وو؛ د ماين چاودنه وشوه .
تر اوسه پورې د دغه ماين ښخونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو د سيمه ييز پوليسو دغه قوماندان وسله وال طالبان د دغې پيښې عامل بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته