نړيوالې خبري منابع باختردچنګاښ دمياشتې ١٤نيټه :
افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي چې نن پنجشنبه مازيګر د افغانستان او ازبکستان د فوټبال له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبه لري.
د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول شفيع شاداب وويل: د مرکزي اسيا د فوټبال د ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو د لوبډلو دغه سيالۍ چې د افغانستان او ازبکستان ترڅنګ په کې قرغزستان او تاجکستان هم برخه لري چې تر روانې ميلادي مياشتې تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.
دى وايي، په دې ساليوکې افغانستان له ازبکستان وروسته له تاجکستان او قرغزستان لوبډلو سره هم لوبې لري.
شاداب وويل چې افغان لوبډلې د دغو سياليو لپاره پوره تياری نيولی او دوی هيله مندي لري چې افغانستان به د دې سياليو اتلولي ترلاسه کړي.
پاى ذ کرالله
1 1 دقیقه لوستل