امنیت

په کندز ښارکې د نښتو دوام

کابل باختر دتلي اوولسمه :
د کندز ښار په ځينو سيموکې نښتې دوام لري او دولتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې ددغه ښار زياتره سيمې له وسله والوطالبانوڅخه بېرته ونيسي او  د دغه ولايت د بشپړ پاکولو عمليات دوام لري .
  امنيتي  مقامات دعملياتو د پڅوالي علت په واټونو او کوڅوکې د ماينونو ښخول او د استوګنې  په کورونوکې د طالبانو له خوا د سنګرونونيول  بولي.
  په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې  دکندزښار  اوسيدونکي  په بد حالت کې شپې سبا کوي او له حکومت څخه غواړي چې دغه حالت پاى ته ورسوي او خپل دغه ولايت خوندي کړي.
ويل کيږي چې د کندز ښار په زرګونه تنه اوسيدونکي په دغه ولايت کې د وروستيو نښتو  او نا امنيو له امله بې ځايه شوي او د خوړو او اوبو  له کمښت او د استوګنځي له نشتوالي سره مخامخ دي . 
د کندز سيمه ئيز مقامات وايي چې امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول چې تېره شپه د خواجه  مشهد ، کابل بندر او د لومړۍ امنيتي حوزې په ګډون د کندز ښار ساحې بېرته ترلاسه کړي. خو ويل کيږي چې وسله وال طالبان لا تراوسه پورې هم  د خان آباد بندر، زاخيلو او د ناصريانوپه ګډون د کندز ښار په مربوطاتوکې دځينو سيمو اداره په لاس کې لري .
  خبرځايونه وايي چې د تيرو ورځو دجګړو په بهيرکې کابو ٢٠٠ تنه وسله وال طالبان  وژل شوي او ٢٠ تنه امنيتي ځواکونه شهيدان شوي دي.
  د کندز ښار اوسيدونکي وايي چې د هوايي ډګر د واټ په ګډون د دغه ښار  له ځينو سيمو څخه وتلي دي او د جمعې په ورځ ځينې دوکانونه پرانستل شوي و .
په همدې حال کې په هغې خبرپاڼه کې چې د تيرې پنجشنبې په ورځ د بخښنې د نړيوال سازمان له خوا خپره شوه؛ د افغانستان د حکومت  او  د وسله والوطالبانو  له ډلې څخه غوښتل شوي دي چې دغه ولايت ته دبشر دوستانه مرستو دليږدونې لاره دې پرانيزي او د مرستو د ليږدونې زمينه برابره کړي .
  په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې په زرګونه تنه په کندزکې په داسې حال کې شپې سبا کوي چې مرستې ته زياته اړتيا لري او طالبان بايد د سيمې له خلکو څخه د ډال په توګه استفاده ونه کړي .
دغه راز د دغه سازمان مسوول وويل چې په کندزکې ملکي وګړي يوځل بيا  په بد حالت کې  شپې سبا کوي او که چيرې  په جګړه کې  ښکيلې ډلې  اجازه ورنه کړي چې دغوخلکو ته لازمې مرستې  برابرې شي؛ په ډير لنډ ممکن وخت کې به په دغه ولايت کې د انساني بحران شاهدان و اوسو .
  په همدې حال کې ځينو ډاکترانو دغه سازمان ته ويلي دي چې  دغه ولايت ته  دځينو ناروغانو د وسايلو او اسانتياوو د برابرولو د کمښت له پلوه چې دکندز  په ګاونډ کې دي؛ مرستې ليږلې شوې دي. خو دا معلومه نه ده چې دغه ناروغان په دې بريالي شوي دي له هغو لارو څخه  چې خطرناکې او ګواښوونکې دي؛ د اړتيا وړ ځايونو ته رسيږي؛ که څنګه؟ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته