روغتیا

دروان کال په بهير کې په هېواد کې کابو ٢٠٦ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز نن دهېواد په ديارلسو  ولايتونوکې د ٢٠٦ روغتيايي مرکزونو دجوړولو دقرارداد تعديل له پلې کوونکو موسسې  سره په يوه غونډه کې لاسليک کړ .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  ددغه تعديل  پربنسټ  دقرارداد په اصل کې چې تيرکال لاسليک شو څه دپاسه  ٦٣٥ مليونه افغانۍ زياتې شوې .
دهرات ، قندهار ، پکتيا ، پکتيکا، خوست ، بدخشان ، تخار ، بغلان  ، روزګان ،  فارياب ، باميان  ، غزني او دکابل په ولايتونوکې په روان کال کې د  ٢٠٦ روغتيايي   مرکزونو  جوړول  ددغه قرارداد يومهم مورد دى .
دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز ددغه قرارداد دتعديل  په مراسموکې  خبرې وکړې او ويې ويل  دهغې ژمنې له مخې چې دعامې روغتيا وزارت دهېواد په لرې پرتو ساحو کې دکابو  ٤٠٠  روغتيايي مرکزونو دجوړولو په اړوند کړې وه له دې جملې څخه  ١٧٢ روغتيايي مرکزونه  تيرکال دهېواد په اتلسو ولايتونوکې جوړ شول .
ټاکل شوې ده  ٢٠٦ روغتيايي مرکزونه په تيره بيا فرعي روغتيايي کلينيکونه  په ښه توګه  په کيفيت سره په روغتيايي  خدمتونو دخلکو په تيره بيا دښځو او ماشومانو دلاسرسۍ  دزياتوالي په لاره کې د هېواد دديارلسو  نورو ولايتونو په لرې پرتو  او سختو لارو لرونکو ساحوکې جوړ شي .
  دغه راز  په ديارلسو  ولايتونوکې په ښه کيفت سره دروغتيايي خدمتونو  په وړاندې کولوکې دروغيتايي کارکوونو دهڅونې او دهرات او کابل په ولايتونوکې داچ اى وي د خدمتونو دوړاندې کولو په مقصد دهر روغتيايي کارکوونکي  په اصلي معاشونو په سلو کې  دکابو څلويښتو زياتوالى ددغه قرارداد دوه نور بندونه دي .
ديادونې وړ ده چې دغه قرارداد پخواله پلې کوونکو موسسو  سره لاسليک شوى و او نن دغه قرارداد دڅه دپاسه شپږ سوه پنځه ديرشو  مليونو افغانيو په زياتولو سره په دغو برخو کې دنړيوال بانک  په موافقې سره تعديل او له پلې کوونکو موسسو سره لاسليک  شو .
په دغومراسمو کې دعامې روغتيا وزارت دمرستو دتنظيم دمشورتي خدمتونو آمر  خواجه مير اسلام او په ملي شورا کې دخلکو استازو ډاکتر مجيب الرحمن څمکني ، داکتر ې  نيلوفر ابراهيمي  او حاجي هاشم خبرې وکړې .
   ختم- عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته