خبرونهورزش

په روزګان کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې او پکتیا کې د والیبال سیالۍ پيل شوې

کابل، د تلې ۸ مه، باختر

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د کرکټ د لسو ثبت شویو کلبونو تر منځ ۳۰ اوریزي سیالۍ د ټایګر لوبډلې به بریا پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې.

ځايي چارواکي وايي، چې پایلوبې ته ټایګر او سلام روزګان لوبډلو لاره وموندله، خو ټایګر لوبډله وتوانېده چې سلام روزګان لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان ملا عبد الله بشیر لومړی مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱۵۰۰۰ پنځلس زره او دوهم مقام ته ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ ورکړې.

په ورته وخت کې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د خپلواک افغانستان ترنامه لاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا