امنیت

دياغيانو يو قوماندان په پکتيا کې ونيول شو

کابل –باختر دتلې ١٦
د وسله والو طالبانو يو قوماندان نن سهار دګرديز ښار په مربوطاتوکې دګډو ځواکونو په عمياتوکې په پتنځاى کې ونيول شو.
باختر آژانس دناټو دخبر پاڼې له خولې خبر راکړ: دياغيانو دغه قوماندان دپکتيا او لوګر د ولايتونو په مربوطاتوکې د زياتو ترورستي بريدونو رهبري په غاړه درلوده.
ويل کيږي دغه قوماندان په پکتيا او لوګر ولايتونوکې د وسله والو طالبانو او دحقاني شبکې ترمنځ د ارتباطي په توګه هم و.
خبرپاڼه زياتوي چې ددغو عملياتو په بهيرکې نښته هم شوې ده چې په بهيرکې يې څوتنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته