
کابل، د وږي ۲۲ مه، باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د کرکټ تیپ بال پیل شوې سیالۍ د منصور اتلانو په بریا پای ته ورسېدې.
د روزګان د بدني روزنې او سپورټ آمر حافظ نصیراحمد قادري باختر آژآنس ته وویل، چې په دغه ولایت کې یوه نیمه میاشت مخکې د کرکټ ټیپ بال سیالۍ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پایلوبه کې منصور اتلانو لوبډله وتوانېده همت لوبډلې ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.
له بلې خوا د ټيپ بال کرکټ فدراسیون مسوول شېراحمد لطیفي وویل، چې دغه شان سیالۍ کولای شي د ځوانانو وړتیاوې روښانه کړي.