
کابل، د وږي ۱۲ مه، باختر
د روزګان د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال سیالۍ د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر حافظ نصیر احمد عمر وویل، چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال سیالۍ د ۲۸ لوبډلو تر منځ پیل شوې دي چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دغو لوبو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل دي.
په ورته وخت کې د ټېپ بال لوبغاړي هم د دغو سیالیو د ترسره کېدو له کبله خوښ دي او د دغه لړۍ د دوام غوښتنه کوي.