سیاست

عبدالله عبدالله : موږ دخلکو دراي له مخې حکومت غواړو نه تقلب .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دجمهوري رياست معترض نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن دهيواد دملي شورا له يوشمير غړو سره په يوه غونډه کې وويل که چيرې داصلاحاتو اوهمغږي دټيم لومړني شرايط ومنل شي دانتخاباتو په بهير کې شامليږي .
  دباختراژانس دخبر له مخې، دغه معترض  نوماند څو ورځې مخکې دځينو دلايلو له امله دانتخاباتو دخپلواک کميسيون سره ددغه ټيم اړيکې ځندولې وې. 
دډاکتر عبدالله عبدالله يو  اعتراض دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون ددارالانشا درييس ضيا الحق امرخيل ګوښه کيدل و او ده نن په يوه خبري غونډه کې استعفا وکړه.
ډاکتر عبدالله دغه راز وويل چې موږ له تقلبي  رايو څخه داصلي رايو دجلا کولو غوښتنه کوو او په دې اړوند زيات شواهد په واک کې لرو.
ډاکتر عبدالله دغه راز طرحه کړه چې دوى يو داسې حکومت  غواړي چې دخلکو درايو له مخې  رامنځته شي نه دتقلب له مخې، او هر څوک چې په تقلب  کې لاس ولري بايد محاکمه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته