
کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د روزګان د احصائیې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۱۴ زره برېښنايي او نږدې ۵۰ زره غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو رئیس مولوي امین الحق کمال وایي، چې په ورځنې ډول شاوخوا له ۲۰۰ – ۵۰۰ غوښتونکي د دې ولایت د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې ته د خپلو پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
کمال زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال څه باندې ۲۰۰ تنو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاح خدمتونه او شاوخوا ۱۷ زره هېوادوالو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو او مړینو) د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په یاد ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه څانګه فعاله ده چې نارینه او ښځینه غوښتونکو ته د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونو کې (مثنی پېژندپاڼه، ودونو ثبت، زېږېدنو او د کورنۍ پاتې غړو اضافه کول) هم خدمتونه وړاندې کېږي.
ورته مهال د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.