کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠:
يو ځوان افغان قاري د قرآن عظيم الشان دښه تلاوت دنړيوالو سياليو د سرو زرو تاج چې په مصر کې ترسره شوى و ترلاسه کړ او نن په برياليتوب سره هېواد ته راستون شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : دقرآن عظيم الشان د ښه تلاوت سيالۍ په دې وروستيو وختو کې د نړۍ د غوره قاريانو ترمنځ دمصر جمهوريت په قاهرې ښارکې ترسره شول.
په دغو سياليو کې دافغانستان په استازيتوب قاري احمدرشاد مموزي ګډون کړى و چې ويې کولاى شول دغوره قاريانو په سيالۍ کې ګډون وکړي او دسياليو د سرو زرو تاج چې ددغو سياليو د اتلوالۍ کپ و ، هم ترلاسه کړي او نن په برياليتوب سره هېواد ته راستون شو او ديو زيات شمير کابل ښاريانو له خوايې هرکلى وشو.
احمدرشاد مموزي برسيره پر دې چې د قرآن عظيم الشان قاري دى د حقوقو په څانګه کې هم ليسانس لري او مينه لري چې د مصر په جامعه الازهرکې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
0 1 دقیقه لوستل