امنیت

ملي امنيت : په تېرو دوه اويا ساعتونوکې دلسګونوبريدونو مخه نيول شوې ده

-کابل /دتلې ٧مه /باختر:
دملي امنيت خبرځايونه وايي دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دراى ورکولو په مرکزونو دلسګونو تروريستي بريدونو او چاودنو مخه نيول شوې ده .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي، دطالبانو تروريستي ډله د کينې ډکو اعلاميو په خپرولو سره دتلې دشپږمې نيټې انتخابات تحريم کړى و  او خلکو ته يې خبر دارى ورکړى و چې په دغه ملي بهير کې  ګډون ونه کړي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي ،  دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره بريالي شول چې په امنه فضا کې دهراړخيزو انتخاباتو لپاره زمينه برابره کړي .
دملي امنيت دلوى رياست عملياتي ځواکونه دکابل ښار په مرکز او شاوخوا سيموکې شپاړلس هدفمند عمليات ترسره کړل چې په پايله کې د طالبانو دتروريستي ډلې څوارلس کسان چې دانتخاباتو بهير دګډوډولو په خاطر کابل ښار ته راغلي و ، ونيول شول.
دغه راز دملي امنيت  دځانګړو قطعاتو ځواکونو دلوګر ، غزني ، ننګرهار ، بلخ ، هرات ، کونړ ، هلمند او دخوست دولايتونوپه مربوطاتو کې ديارلس هدفمند عمليات ترسره کړل چې په پايله کې ٣٤ديرش ډار اچوونکي ووژل شول  څوارلس ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول اويوه زياته اندازه وسلې اومهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته