امنیت

دهېواد په ختيځ کې دپاکستاني پوځيانو له لوري دتوغولو شويو توغنديو دلګېدو له امله درې تنه زده کوونکي شهيدان شول .

-کابل /دتلې ٥مه / باختر:
دهېواد په ختيځ دپاکستاني پوځيانو له خوا دتوغول شويو توغنديو دلګېدو په پايله کې  درې زده کوونکي شهيدان شول .
په دغو زده کوونکو پرون ناوخته  دډيورنډ کرښې ته څېرمه دشلتن ولسوالۍ بازار کې بريد وشو .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، له پرون څخه تراوسه پورې دهېواد دختيځ ځينې سيمې دپاکستاني پوځيانو دنويو راکټي بريدونو او دتوپونو دګوليو دلګېدو ډګر دى .
د کونړ دوالي وياند عبدالغني مصمم باختراژانس ته وويل چې ديوې مدرسې درې زده کوونکي په شلتن ولسوالۍ کې دپاکستاني پوځيانو له لوري دتوغول شويو  توغنديودلګېدو په پايله کې  شهيدان شول .
هغه وويل  چې له پرون څخه تر نن له غرمې مخکې پورې دپاکستاني پوځيانو له لوري کابو دوه سوه توغندي دکونړ په ځينو سيمو توغول شوي دي، هغه بريدونه  چې  کليوالو ته يې هم زيات مالي تاوانونه اړولي دي .
دنورستان او ننګرهار سيمه ييز مقامات وايي  چې ددغو ولايتونو په ځينو سيمو له پرون څخه  نن له غرمې مخکې ترلسو بجو پورې دپاکستاني پوځيانو له خوا په لسګونو توغول شوي توغندي  لګېدلي دي .
هغوى وايي چې په دغو راکټي بريدونوکې په لسګونه کورونه او په سلګونه جريبه  کروندې ويجاړې شوي دي .
  دهېواددختيځ په ځينو سيمو  دپاکستاني پوځيانو له خوا دراکټي بريدونواو د توپونو دډزو له پيل څخه دشپږو کلونو په بهير کې کابو اتيا تنه  کليوالي اوسيدونکي شهيدان او يوسلو شل تنه نور ټپيان شوي دي .
په دې موده کې دکونړ ، نورستان او ننګرهار په ځينو سيمو کابو دولس زره توغندي لګېدلي دي .
دغه توغندي  دسرپه زيانونو او مالي تاوانونه سربېره  ددې سبب شوي دي چې په زرګونو کورني دهېواد له ختيځ څخه کډه وکړي او دهېوادنورو سيمو ته مهاجرې شي .
دافغانستان دحکومت مقاماتو په وار وار دبهرنيو چارو وزارت ته دپاکستاني  ديپلوماتانوپه رابللو او هم دملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته  درسمي شکايت ليک په وړاندې کولو سره  ددغو يواړخيزو راکټي بريدونو په نسبت اعتراض کړى دى  خودغو غبرګونونو تراوسه پورې کوم ځاى نه دي نيولي .
پاکستان  تراوسه پورې  ددغو راکټي پريدونو په باره  کې  څرګند ځواب نه دى وړاندې کړى .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته