
کابل، د وري ۱۲مه، باختر
د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چورې، چنارتو، چارچینو، خاص روزګان او دهراود ولسوالیو کې لس روغتیايي مرکزونه د پولیو د مخنیوي نړیوال سازمان په مالي لګښت پرانیستل شول.
د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد الله روحاني باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په یادو روغتیایي مرکزونو کې به د شري او پولیو واکسین، خوارځواکو ماشومانو ته تقویتي توکي وېشل، زېږون او نور لومړني خدمات وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمې مېشت خلک د یاد روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو خوښ دي او د لا نورو آسانتیاوو غوښتنه کوي.
ص