سیاست

د سويډن له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د پېژندګلوۍ کتنه

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٢٩نيټه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې د سويډن هېواد له سفير ښاغلي توبياس تايبرګ سره د پېژندګلوۍ کتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ:
ښاغلي تايبرګ د هېواد د بهرنيو چارو له سياسي معين سره د کتنې د فرصت له امله  خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اړيکو او د افغانستان د سولې په باره کې خبرې اترې وکړې.  
د هېواد د بهرنيوچارو وزارت سياسي معين هم سويډن د افغانستان دوست او همکار هېواد وباله او د سويډن له هېواد څخه يې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه دښوونې او روزني، د افغان مهاجرينو د منلو او د روغتيا په برخوکي د مرستو له امله مننه وکړه .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته