ټولنه

ددوه سوه کورنيو دڅښاک داوبو دکمښت ستونزه لرې شوه .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
په فارياب ولايت کې دڅښاک داوبو  ديوې زيرمې دجوړولو کار دڅه دپاسه  يو مليونو  اووه سوه زرو افغانيو په لګښت بشپړ او داستفادې وړ وګرځيد .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دولسي تړون دملي پروګرام  دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته وويل  دڅښاک داوبو دغه زيرمه  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دپروګرام له لارې دفارياب ولايت دګرزيوان په کلي کې جوړه شوې ده .
داوبو ددغه زيرمې  په جوړولو سره د دوه سوه کورنيو دڅښاک داوبو دکمښت ستونزه لرې شوې ده .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته