امنیت

هغه پلارچې خپل اووه مياشتنى زوى يې وژلى و، ونيول شو

کابل باختر  دمرغومي لومړي :
هغه پلار چې په ننګرهار ولايت کې يې د خپل اووه مياشتني زوى سرغوڅ کړى و؛ د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شو.
په امان الله تور لګول شوى دى چې د تيرې يکشنبې په شپه يې په بهسودو ولسوالۍ کې  په خپل کورکې  د خپل اووه مياشتني زوى رحمان الله سر د چړې په ګوزارونو سره غوڅ کړى دى .
  پوليس وايي چې دغه سړي لومړى خپله ميرمن طلاقه کړه او وروسته يې د خپل کوچني زوى سر په دې دليل چې څيره يې د ده مور ته ورته والي لري؛ غوڅ کړ.
دغه سړي د امنيتي مامورينو په لومړنيو څيړنوکې د خپل اووه مياشتني زوى  په وژنې اعتراف کړى دى .
د ننګرهار والي ګلاپ منګل له باخترآژانس سره په اړيکه کې وويل: له عدلي او قضايي بنسټونوڅخه يې غوښتي دي چې امان الله ته له قانون سره سمه سزا ورکړي .
د دغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې امان الله رواني ناروغي لري او د خپلې ميرمنې له وهلو او ډبولو وروسته هغه طلاقه کړه او د خپل  اووه مياشتني زوى سر يې هم په دې دليل چې ګنې څيره يې د ده مورته ورته والي لري؛ غوڅ کړ
د دغه خبر خپريدو د خلکو ترمنځ زيات غبرګونونه راپارولي دي.
ننګرهاريان له دولت څخه غواړي چې دغه سړي ته د ده له عملونو سره سمه سزا ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته