ټولنه

دمارچ اتمه دالمپيک په ملي کميټه کي ونمانځل شوه .

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه

  دمارچ اتمه  د ښځودپيوستون  نړيواله  ورځ نن د ښځينه ورزشکارانو له خوا دالمپيک په ملي کميټه کي ونمانځل شوه .

  دباختر  اژانس دخبر له مخې په پيل کې  دالمپيک دملي کميټي مرستيالې ميرمن  فرشتې فرح خبري وکړې افغان ښځو  ته دمارچ داتمي له امله دمبارکي  دويلو په ترڅ دښځينه مډال راوړونکوچې وي کولاي شول  له نړيوالو سياليو څخه  دسروزرو ،  سپينوزرو او برونزومډالونه  په ګټلو سره هيواد ته راستنې شي وستايلې .

 دالمپيک دملي کميټي رييس ظاهر اغبر  ښځه دسرښندني  ښکارندوي  وبلله او وي ويل دهيواد ښځو له څو لسيزو  جګړي سره سره وکولاي شول په بيلابيلو  او په تيره بيا دورزش په  برخه کي ښه وځليږي  قدر دانې وکړه .

 دښځو يوي فعالي  صفيې صديقي ،  او دالمپيک دملي کميټي  د ښځو دبرخي مسوول ملالي دقيق هم دمارچ  داتمي په باب خبري وکړي او دورزشکارو ښځو برياليتوبونه يي وستيال  په پاى کې  دالمپيک دملي  کميټي  ستاين ليکونه دباختر اژانس  خبريالې ميرمن نجيبې ذهاب ، دالمپيک دملي کميټي دښځو مسوول ميرمن ملالي او دنجونو دواليبال مسوولې ميرمن مسعودي  ته ددوي دغوره خدمتونوپه وياړ ورکړ شو ل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته