امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقو ماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابلباختر د تلې د مياشتې٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې لومړی د غور او کابل په جوماتونو کې د تېرو ورځو د تروریستي بریدونو د څرنګوالي راپور وارزول شو او د دغو تروریستي بریدونو د سخت غندلو ترڅنګ، د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ او د ټپیانو د درملنې په خاطر لازمې لارښونې وشوې.
همداراز د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست ته لارښونه وشوه، چې د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د امام زمان جومات د بیا رغونې لپاره چې د وړم ماښام په تروریستي پېښه کې زیانمن شوی دی، بیړنۍ اقدامات وکړي.
وروسته د هېواد د ځینو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د هغو د ښه والي لپاره یې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښونې وشوې.#
پاى- ف

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته