ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د زمري لسمه
د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د کندهار- نیمروزدولایتونو پر لویه لار کې د یوې ترافیکی پېښې له امله زمونږګڼ شمیر هېوادوال شهيدان اويوشميرنور ټپیان شوي دي.
.د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په دې باور دی چې تر امنیتي پېښو وروسته ترافیکي پېښې هغه لویه ستونزه ده چې له بده مرغه له امله یې زمونږ ګڼ شمېر هیوادوالو ته مالي اود سر زیانونه اړولي دي.
د اجرا ئیه ریاست لومړي مرستیال ددغې ټرافیکي پېښې په اړه چې د      ٣٠٣بس موټرچلوونکي دګړندي تک له امله دنيمروزولایت د خاشرود ولسوالۍ د دهمزنګ په سیمه کې رامنځ ته شوې ددغه ولایت مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې د پېښې د ټپيانولپاره لازمې استانتیاوې برابرې کړي.
لومړي مرستیال وویل که څه هم له یوې خوا د سړکونو خربوالي دی، له بلې خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي همیشه ټرافیکي پېښې رامنځ ته کوي .
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال په دې پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي، شهیدانو ته د لوی الله تعالی له دربار څخه د فردوس جنت، ټپیانوته د بیړنۍ روغتيا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته