کابل باختر دوږي اتلسمه :
دبغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې دبريښنا د دوو ترانسفارمرونو په درولو سره څه ناڅه زرو کورنيو له دايمي بريښنا څخه ګټه واخسته .
دغوري بريښناشرکت فني مرستيال ديپلوم انجنير عبدالاول باختراژانس ته وويل چې ددوشي دخلکو داړتيا وړ بريښنا له وارداتي بريښنا څخه په استفادې سره دخنجانو ولسوالۍ د ګزه ګيل دکلي له سبک ستيشن څخه ددوشي ولسوالۍ ته غځول شوې ده .
ده وويل هر يوه دغه ترانسفارمر ونه دڅلور سوه کيلوواټه بريښنا ظرفيت لري او د انرژۍ او اوبو وزارت د پرمختيايي بودجې په لګښت مونتاژ او درول شوې دي . ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ