سیاست

زهره بيان شينوارې : ځينې ثبت شوي شکايتونه ، بې بنسټه اوبې بنياده دي .

کابل  /دمرغومي ١٥مه / باختر :
انتخاباتي شکايتونو ته  درسيدګي کمېسيون  :دانتخاباتي ټکټونو له لوري له  ١٦٥٠٠ثبت شويو شکايتونو  څخه  ،  ١٢٥٧٨شکايتونه معتبر ګڼل شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، انتخاباتي شکايتونو ته  درسيدګي دکمېسيون رييسې  زهره بيان شينوارې  چې نن يې  په کابل کې  په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې  څرګنده کړه  چې  انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي  کمېسيون  ،  ١٦٥٠٠ شکايتونه ثبت کړي دي  چې له دې جملې  څخه دثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم  ٥٥٦٤مورده شکايتونه ، دسولې او اسلامي عدالت  انتخاباتي ټيم ٣٧١١شکايتونه ، ددولت جوړونکى انتخاباتي ټيم ٣٣٠٢مورده شکايتونه  اودامنيت اوعدالت انتخاباتي ټيم  يو مورد شکايت  ثبت کړى دى  .
شينوارې زياته کړه  چې په  ٣٤ ولايتونوکې  دثبت شويو شکايتونوبررسي دوام لري  چې تراوسه پورې  ١٤٧٦٠شکايتونه په   ٣١ ولايتونوکې دانډي کولو پړاو يې  پاى ته رسيدلى دى  چې په يوشمېر ولايتونوکې  دثبت شويو شکايتونوپه باب  دتصميم نيونې کار  پيل شوى دى .
دشينوارې دڅرګندونوله مخې، دانتخاباتي شکايتونو دکمېسيون  دکړنلارې پربنسټ  دشکايتونو له تصنيف څخه وروسته  دبررسى  ، تحليل  ، تدقيق ، پريکړې  ، ابلاغ او تطبيق  پړاونه دي  چې ددې کمېسيون په ولايتي او مرکزي دفترونو کې  د وروستيو پړاونو په باب کار  په بيړه دوام لري .
  شينوارې  څرګنده کړه  :دغه بنسټ هڅه کوي چې دانتخاباتو له تقويم سره سم په   ١٥ ورځو کې او داستيناف غوښتنې  په دريو ورځو کې  انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي ټول پړاونه  بشپړ کړي . او ددې کمېسيون پريکړه  دانتخاباتو خپلواک کمېسيون ته وسپارل  شي .
داپه داسې حال کې ده چې ځينو انتخاباتي بنسټونو ويلي دي  چې دانتخاباتي شکايتونو دکمېسيون دڅيړنو له مخې ،  دجمهوري رياست انتخابات به دويم پړاو ته لاړ شي . اويا دغه بنسټ  ددې قدرت نه لري  چې تر ټاکلې نيټې پورې  شکايتونو ته رسيدګي وکړي .
  خو انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي کمېسيون رييسه ټينګار کوي  لاتراوسه پورې  ددې وخت نه ده رارسيدلى   چې دجمهوري رياست دانتخاباتو په لومړنى پايله کې  دبدلون په باره کې  اټکل وکړو  ځکه  موږ هوډمن يو  چې ټاکل شوې  وخت  ضايع نه کړو . او انتخاباتي شکايتونو ته  درسيدګي لپاره  ټول قانوني  پړاونه  بشپړ کړو .او هم  عدالت او روڼتيا  دچټکتيا قرباني نه کړو ځکه  ځينې ثبت شوي شکايتونه بې بنسټه او بې بنياده دي .او حځينې شکايتونه اغيزمن دي . دشينوارې دڅرګندونو له مخې ،  انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي بهير ، ښايي  له ټاکلي وخت څخه  يوه يا دوه ورځې زياتې دوام وکړي .
انتخاباتي شکايتونو ته درسيدګي دکمېسيون  وياند  محمد قاسم  الياسي  په دې خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې   په شپږو ولايتونوکې  دشکايتونو  دڅېړنې بهير به  ،  دنن شپې ترپاى پورې  بشپړ شي .
انتخاپاتي شکايتونوته درسيدګي دکمېسيون  دشمېرنو پربنسټ  له  څوارلسو زرواووه سوه شپيتو شکايتونو څخه  چې په يوديرشو ولايتونو کې  څېړل شوي دي ، ٣٠١١شکايتونه يې انتخاباتي جرمونه ،٤٢٤٨شکايتونه انتخاباتي سرغړونې ،١٣٧١شکايتونه انتخاباتي  تخطى او  ٦٦٧٩شکايتونه  دراى ورکولو دپايلو له پاڼو سره  دبايومتريک  درايو توپير دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته