سیاست

څارنپوه حبيب الله غالب دسترې محکمې غړى وټاکل شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ديوه حکم په صادرولو سره څارنپوه حبيب الله غالب دسترې محکمې دغړي په توګه ټاکلى دى .
دچارو د ادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا د ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې د دولسمې فقرې له حکم سره سم دسترې محکمې دغړيتوب دنوماند په توګه دڅارنپوه حبيب الله غالب ټاکنه منطوره کړې ده له حکم سره سم په پارلماني چارو کې د دولت وزير موظف دى چې دغه نوماند دى د افغانستان داساسي قانون د ٩١ مادې د دريمې فقرې له حکم سره سم د تاييد د رايي دترلاسه کولو لپاره دملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته