کابل / دکب ٢٧مه /باختر :
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ د کور د ديوال د چپه کېدو له امله د يوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.
د ننګرهار د مطبوعاتو مسوول باختراژانس ته وويل: دغه ديوال د باران د اورښت له امله چپه شوى دى.
هغه وويل: په پېښه کې درې تنه ټپيان شوي هم دي چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ختم_ج _ اکرم