ټولنه

د ارګون ولسوالۍ اوسيدونکي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري

ښرنه باختر د د ليندۍ د میاشتې ۴ مه
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي د غوچ سیمې اوسیدونکي د څښاک اوبو ته لارسرسی نه لري.
دوی وايي د غوچ سیمې په شاوخوا درې کلیو مترۍ کې اوبه دومره وچې شوې چې د څښاک لپاره هم نه پیدا کېږي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې د يادې سونزې په خل کې ورسر ه مرسته وکړي.
د غوچ سيمې اوسېدونکو د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته ویلي چې یو شمېر ماشومان يې د ښوونځي پرځای لېرې پرتو سيمو ته په اوبو پسې ځي چې د همدې له امله ښوونځي هم ترې پاتې شوي دي.
دوی وايي چې د اوبو د نشتوالي له امله له امله د دوی ماشومان د ښوونځیو پر ځای دوه یا درې کیلومتره اوبو پسې پیاده مزل کوي او کورته اوبه راوړي.
که څه هم دلته پخوا دولت د اوبو رسولو یوه شبکه فعاله کړې، خو ټولو کلیو ته بسنه نه کوي او اوس یوازي څو کورونو ته اوبه ورکوي.
د اوسیدونکو په خبره که دولت د غوچ په سیمه کې یو کوچنی بند جوړ کړي، نو به د ولسونو ټولې ستونزې ورسره حل شي.
بل خوا د پکتيکا  چارواکي بیا وايي، چې د غوچ سيمې ستونزې ته به ژر تر ژره حل لاره ولټوي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وايي چې تر دې وړاندې د غوچ سيمې اوسيدونکو ورسره ياده ستونزه نه ده شریکه کړې.
وحدت وايي ((داستونزه  مونږ حل کولی شو، دا د حل کېدو ده ، خو تر اوسه پورې د سيمې اوسیدونکو ياده ستونزه ورسره نه ده شریکه کړې، همدا نن به زه ولسوال ته لارښوونه وکړم او دکلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست به د دغه پوښتنه وکړي، او ستونزې ته به لاسرسی وکړي.))
د یادونې وړه ده چې غوچ د اورګون ولسوالۍ یوه لرې پرته سیمه ده، چې د اوبو د نشتوالي سربېره یې خلک روغتیايي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نلري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته