امنیت

دتندر دلګيدو له امله دوه تنه ووژل شول اودسيلاو دراوتلو له امله يوولس تنه ټپيان شول

فيض اباد باختر د غويي ٧ مـــــــــــــــه

دبدخشان ولايت دتشکان په ولسوالۍ کې د وروستيو سختو اورښتونوله امله يوولس تنه ملکى وګړى ټپيان شول.

په بد خشان کې دپيښو کارپوه محمد عثمان ابوذر باختر اژانس ته وويل، دغه راز دتشکان ولسوالۍ په مرکز کې دسيلاوونو دراوتلو له ا مله دتشکان ولسوالۍ څخه د تخار ترلويې لارې پورې عمومي سړک د ترافيکو پرمخ تړل شوى دى او پنځه زراعتى کانالو نه ، داو بو بريښنا پنځه کوچنى بندونه اودڅښاک د او بو يوه زيرمه ويجاړه شوې ده .

 ده دغه رازوويل چې دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ دارګيان په کلى کې تيره شپه د تندر د لويدو له ا مله دوه تنه ووژل شول

دغه رازدبهارک ولسوالۍ ديردارپه کلى کې  دبريښنا دشارتي له ا مله يو کور په بشپړه تو ګه ويجاړ شوى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته