کابل- باختر د سلواغې د مياشتې ١٠مه
د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا د رياست مسوولين وايي چې د پوليو د ناروغۍ د مخنيوي په موخه يې د زون په کچه څلور ورځنی فرعی کمپاين پيل کړی دى.
ټاکل شوې د دغه کمپاین په لړ کې د پولیو د ناعلاجه ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ترسره شي او عام خلک دې ته وهڅول شي چې خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې منظم واکسین کړي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له دیني عالمانو او قومي مشرانوڅخه هيله وکړه چې د خپل مهم رسالت او په سیمه کې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره خلک د پولیو ناروغۍ له زیانونو خبر کړي.#
1 د یوې دقیقې څخه لږ