سیاست

دجمهور رييس مرستيال : ملي شورا دې بايد په ډير لنډ ممکن وخت کې دانتخاباتي اصلاحاتو تقنيني فرمان تصويب کړي .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
په پارلماني چارو کې ددولت وزارت نوې ودانۍ نن له غرمې وروسته دجمهور رييس دمرستيال قانونپوه سروردانش له خوا پرانستل شوه .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي ، دکابيني غړو ، په ملي شورا کې  دخلکو استازو او نورو دولتي مقاماتو ګډون کړى و .
قانونپوه سروردانش دتقنيني  سندونو دتصويب  دبهير په ګړندي کولو په ټينګارسره چې ملي شورا ته ليږل شوي دي په تيره بيا د انتخاباتي اصلاحاتو دتقنيني  فرمان په باب وويل حکومت په دې برخه کې خپل مکلفيتونه ترسره کړي دي او دانتخاباتي  اصلاحاتو تقنيني فرمان ملي شورا ته ليږل شوى دى .
  له ملي شورا  څخه غواړم چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دغه فرمان تصويب کړي چې دانتخاباتي  اصلاحاتو دتطبيق  زمينه برابره کړي چې دانتخاباتي اصلاحاتو دتطبيق زمينه برابره او انتخابات په روان کال کې ترسره شي .
دجمهور رييس مرستيال زياته کړه چې دپارلماني  انتخاباتو له ترسره کولو سره  دمرستې په باب دافغانستان دنړيوالو همکارانو په وړاندې دحکومت متقابلو ژمنو ته په پاملرنې   سره  دانتخاباتي اصلاحاتو په تطبيق کې  زيات ځنډ  به دواړه قواوې تر پوښتنې لاندې ونيسي .
دغه راز دجمهور رييس مرستيال  دپارلمان له خوا دنورو تقنيني  سندونو په تيره بيا په تجارتي سازمان کې دافغانستان په الحاق پورې د شپږو اړوندو تقنيني  سندونو دتصويب  دبهير په چټکتيا  هم ټينګار وکړ او ويې ويل قوانين دټولنې په پرمختګ  ، داصلاحاتو او دبدلون په رامنځته کولو کې اساسي رول  لري او دقوانينو له چوکاټ  څخه بهر هيڅ عملي اقدام شونى نه دى .
ده وويل مهمه داده چې دملي شورا له خوا دقوانينو تصويب  بايد ګړندى شي
قانپوه سرور دانش    دتقنيني سندونو   دبرابرولو  په باب  دحکومت  جدي هڅو ته  په اشارې سره وويل:  په تيرو اتلسو مياشتو کې  دکابو سلو تقنيني سندونو پړاونه  دحکومت له خوا  بشپړ شوي دي  چې هيڅکله  په دې زماني موده کې  په دې  اندازه  قوانين  نه دي بشپړ شوي .
  دجمهوري رياست مرستيال  ددولت  د درې ګونو قواو ترمنځ داړيکو پياوړتيا  يوه جدي اړتيا وبلله او ويې ويل:  دهېواد  له سياسي نظام سره سم  چې  دقواوو په نسبې تفکيک ډډه لګوي ، دغه تفکيک  ددولت د درې ګونو قواوو ترمنځ دهمکارۍ  مانا لري .  او په اوسنيو شرايطو کې که چيرې  په سياسي او اجرايي  برخو کې ددولت  دارګانو ترمنځ اړيکې  پياوړي  وي   اجرايي  مسووليتونه  په ښه توګه ترسره کيږي 
ده په پارلماني چارو کې  ددولت له وزارت څخه  وغوښتل  چې ددولت  ددرې ګونو  قواوو ترمنځ  دمتقابلو اړيکو او همکاريو  د تنظيم په برخه کې  خپل رول په ښه توګه  ترسره کړي .
دولسي جرګي رييس عبدالروف ابراهيمي هم  ددولت  ددرې ګونو قواوو  په تيره بيا  دملي شورا او حکومت ترمنځ  داړيکو  ټينګښت او همکارۍ  يو ضروري اصل  وباله  او ويې ويل  موږ په ملي شورا کې  ددغه اصل درناوى کوو او دمجلس او حکومت ترمنځ  دمتقابلو اړيکو  دټينګښت  درناوى کوو .
  ده  دقوانينو تصويب  دملي شورا  يو مسووليت  وباله او ويې ويل : دقوانينو په  نشتوالي کې  اجراات  له ستونزې سره  مخامخ کيږي . 
ملي شورا دې  هلې ځلې وکړي  دهغو قوانينو تصويب  چې  زيات  استعجاليت لري  دخپل کار په لارښود کې  ورته ځاى ورکړي  چې ددغو قوانينو  په تصويب سره  هم  داجرااتوبهير ته  زيان ونه رسيږي . او هم  حکومت  دخپلو نړيوالو ژمنو په عملي کولو کې  له ستونزې سره مخامخ نه شي .
  دغه راز  په پارلماني چارو کې  ددولت وزير  پوهنمل  نبي فراهي  ددغه وزارت  دنوې ودانې  دپرانيستلو په غونډه کې وويل  چې  دغه ودانۍ  دورځې  په معيارونو سره او له ټاکلي  مودې څخه مخکې  بشپړه شوې ده او دغه وزارت  له دې پلوه  نور  کومه ستونزه نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته