سیاستخبرونهامنیتاقتصادTOPټولنه

کابينې د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه

کابل/ د چنګاښ ۷مه/ باختر

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې، جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د وروستي سفر او جمهوررئیس جوبایډن، د سنا او کانګرس رئیسانو، دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د هغه هیواد نورو لوړپوړو چارواکو سره د کتنې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د مناسباتو د تحکیم او د اړیکو نوي فصل د پیل مختلفو اړخونو په اړه معلومات ورکړل.

همداراز څرګنده شوه چې په دې کتنو کې له دفاعي، امنیتي، انکشافي او بشري مرستو څخه پر اغېزناکې استفادې، د هیواد د امنیتي اودفاعي ځواکونو پیاوړتیا، له ترورېزم سره مبارزې، د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې پروسې چټکتیا، د ښځو او وطنوالو پر حقونو تمرکز وشو.

د کابینې غونډې، په راتلونکي کال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره د ۳٫۳ میلیارد ډالري مرستې لپاره له کانګرس څخه د جمهوررئیس جوبایډن د غوښتنې او د کرونا درې میلیونه ډوزه واکسین د مرستې او له ژمنه شویو مرستو څخه د اضافي نورو اقتصادي مرستو د ژمنتیا مننه وکړه.

ورپسې د هیواد د دفاع لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو ستاینه وشوه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ اړوندو بنسټونو ته دنده وسپارل شوه چې ژر تر  ژره د شهیدانو کورنیو او داخلي بېځایه شویو ته رسیدګي وکړي.

وروسته د کابینې غونډې د برېښنا د وارداتي پایو د امنیت تامین لپاره چې د هیواد د دښمنانو له لوري ویجاړېږي، امنیتي بنسټونه د هر اړخیزو تدابیرو نیولو په موخه موظف کړل.

په دې غونډه کې د دولت او خلکو پر وړاندې د جګړې د حرام بللو په اړه د افغانستان او پاکستان د علماوو ګډ دریځ او اعلامیه وستایل شوه او همداراز د سعودي عربستان د کنفرانس ترسره کولو په اړه د حج او اوقافو وزارت د هڅو قدرداني وشوه.

د کابینې غونډې ټول وزارتونه او دولتي ادارې موظفې کړې چې مالیې وزارت سره د تشویقي بستې د سند د پاتې شاخصونو په تطبیق کې چې د نړیوال بانک له لوري لېږدول کېږي، همکاري وکړي.

په همدې ترتیب، د افغانستان اسلامي جمهوریت او پاکستان ترمنځ د اپټا هوکړه لیک د شپږ میاشتني پروتوکول تمدید تصویب شو.

په پای کې، کابینې په ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې د کوچني او لوی مقیاس پر اساس د تالک کان د کېندنو ساحو، د لوی مقیاس پر اساس د غزني ولایت د زرکشان د سرو زرو او مسو کېندنې ساحې او د لوی مقیاس پر اساس د هرات ولایت د سمنټو اولیه موادو ساحې کېندنې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندیزونه تصویب کړل.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته