(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په روزګان کې ۱۲ سړې خونې جوړې شوې

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۲ سړو خونو د رغولو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوولینو د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۱۲ سړې خونې  د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې هره سړه خونه کې د ۱۶ ټنو پیازو د ځایولو وړتيا لري.

د یادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په یاد ولایت کې دې ته ورته پروژې پلې شوې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا