سیاست

دملګروملتو دسازمان عمومي ټولنه او نړيوال چلنجونه .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
ټاکل شوې وه  دملګروملتو دسازمان دوه اويا يمې عمومي غونډې  نن جوړې شي چې په هغو کې به دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په ګډون له  ١٩٣ هېوادونو څخه مشران اوجګپوړي  استازي ، دنړۍ اوسني حالت ، د هېوادونو دهمکارى څرنګوالي او دملګروملتو دسازمان په جوړښت  کې اصلاحات وڅيړي .
دباختراژانس مفسر ليکي .
ټاکل شوې ده دملګروملتو دسازمان دوه اويايمې عمومي غونډې نن دنړۍ د ١٩٣ هېوادونودمشرانو اوجګپوړو استازو په شتون جوړې شي .
دغه غونډې ټيک په داسې وخت کې  جوړيږي چې نړۍ  ګډوډ حالت لري او مذهبي او نژادي بنسټپالنې  په هم دين  اومذهب کې  جرړې  ځغلولې  دي او دخپل نفوذ دجغرافيا دپراختيا په حال کې دى .
دبنسټپالنې  پديدې  هم په اسلامي هېوادونو کې او هم داسلام له دايرې څخه په وتلو هېوادونوکې له بشريت څخه قرباني اخلي او په نړۍ کې دتروريزم دودې او دنژادي او مذهبي شخړو سبب شوې دي .
  له بده مرغه  داسې هېوادونه شته چې بنسټپالنه او ډار اچوونه وسيله ګرځوي  او له هغو څخه دخپلو بهرنيو موخو  لپاره استفاده کوي دغه حالت دمنځني ختيځ او دجنوبي اسيا په هېوادونو اروپايي  ممالکو ،اسرائيلو او په نورو ځايونوکې ددرک وړ دي .
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني هم په دغو غونډو کې دګډون په موخه  نيويارک ته رسيدلى دى .
جمهور رييس ته  نږدې خبرځايونو ويلي دي چې دى به ددغو غونډو له لومړيو ويناوالو څخه وي .
دغه راز محمد اشرف غني به دامريکا دجمهور رييس دونالدترامپ  په ګډون دنړۍ دهېوادونو له يوشمير مشرانو او دپاکستان  دصدراعظم شاهد خاقان عباسي په ګډون ديو شمير ګاونډيو  هېوادونو له مشرانو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي .
له جمهور رييس ترامپ سره کتنه به طبيعي ده چې په افغانستان او جنوبي اسياکې دامريکا دستراتيژيکي پروګرامونو دتطبيق  په باب وڅرخي  چې په هغو کې دافغان ځواکونوپه سمبالښت  د ډار اچوونکو پرخلاف دعملياتو دلمن دپراختيا ، په افغانستان اوسيمه کې دسولې دبهير  دپياوړتيا او د ډار اچونې په ملاتړو هېوادونو دامريکا دمتحده ايالاتو دفشارونو دسختوالي په باب  خبرې اترې وشي .
په همدې ترتيب دپاکستان له صدراعظم  عباسي سره کتنه به هم يوه محوري ، په ډاګه  او هدفمنده غونډه دي .
دالومړى ځل دى  چې محمد اشرف غني دپاکستان له صدراعظم  عباسي سره له هغه   وروسته چې دى دغه مقام ته ورسيد ګوري .
دغه کتنه په دواړو هېوادونوکې له تاوتريخوالي څخه دډکو اړيکو په څپه  کې ترسره کيږي او دپاکستان په نسبت بې اعتمادي  نه يوازې دافغانانو ترمنځ بلکې دنورو هېوادونو ترمنځ مخ په پراختيا ده .
جمهور رييس  به په دغو خبرو کې له پاکستان سره دخبرو يوه رغنده ، نتيجې ورکوونکي او هدفمند بهير ته  درسيدو لپاره خپل نيت ثابت  کړي او يوځل بيا به له پاکستان څخه وغوښتل شي چې ددواړو هېوادونو په اړيکو کې دروانو ستونزو داساسي حل لپاره په اقدام لاس پورې شي .
   دغه راز جمهور رييس به په خپلې وينا کې سترو سيمه ئيزو او نړيوالو مسئلو ته هم اشارې وکړي .
دملګروملتو دسازمان  ددوه اويايمو غونډو له برخه والو څخه هيله داده چې د ډار اچونې او بنسټپالې پرخلاف نړيوالې انديښنې  چې همدا اوس په هره ټولنه ،  هم دين اوهر نژاد کې دجړو د ځغلولو په حال کې دي جدي وبولي او له دغو پديدو څخه د وسيلې په توګه او سليقوي  استفاده يوې خوا ته پريږدي .
ضروري  ده چې هېوادونه  دنړيوال نظم  او ثبات دتامينولو  او دنړيوال امنيت دټينګښت په باره کې خپل مسووليتونه درک کړي او په همغږۍ  او ملګرتيا سره عمل وکړي او که چيرې  خبره له ډار اچوونې او بنسټپالنې سره دمبارزې په باب  ده
بايد دغه مبارزه يوه بې توپيره مبارزه وي که چيرې  بيا هم سليقوي او رقابتي چلندوي نړۍ به نور ښه وخت ونه لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته