خبرونهامنیت

خالد ځدران: موږ د تېرې ادارې په جواز سره وسلې راټلوو؛ خو خاوندانو ته یې یو رسید ورکوو

 کابل / د کب ۱۹مه / باختر

د کابل امینې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي چې په کابل ښار کې تصفیوي عملیات لا هم دوام لري او ښې پایلې او لاسته راوړنې له ځان سره لري.

ځدران د باختر آژانس له خبریال سره په مرکې څرګنده کړه: کله چې عملیات پای ته ورسېږي، پایلې به یې د رهبرۍ په کچه له رسنیو او خلکو سره شریکې شي.

هغه زیاته کړه: موږ د تېرې ادارې په جواز سره وسلې راټلوو، خو خاوندانو ته یې یو رسید ورکوو او د هغه رسید له مخې دوی کولای شي چې د کابل امنیې قومندانۍ له لارې مربوطه حوزې ته مراجعه وکړي او خپل جواز ترلاسه کړي.

هغه ډاډ ورکړ: که له چا سره وسلې د ځان د ساتنې لپاره ساتل شوې وي، وسله ترې اخیستل کېږي او ورته یو رسید ورکول کېږي؛ خو له هغو کسانو څخه چې دولتي وسلې، مهمات او وسایط ترلاسه شي، نو له هغوی څخه پوښتنه کېږي.

د کابل امینې قومندانۍ ویاند، د کابل په کلکانو ولسوالۍ کې د څو میزایلو او له څلورمې حوزې څخه له یوه کور د لسو راکټ لانچر ترلاسه کول، د عملیاتو په لومړیو ورځو کې د اوولسمې حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښوونکو له منګولو څخه د یو تن ژغورل او همدارنګه دوه ورځې وړاندې د شپاړسمې حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو بل کس آزادول او په دې تړاو د څلورو کسانو نیول، د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو مهمې لاسته راوړنې وبللې.

هغه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې په عملیاتو کې د هغو کسانو په پېژندلو کې چې د نظام او ولس په خیر نه دي، د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي.

په دغو وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي معین ذبیح الله مجاهد هم له باختر آژانس سره په مرکې ویلي دي چې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو له خوا په کابل او شاوخوا ولایتونو کې چاڼیز عملیات خپل وروستي پړاو ته رسېدلي دي او له هېوادوالو څخه یې غوښتي و چې په دې برخه کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره مرسته وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته