ښوونه او روزنه

دکتابونو مرسته وشوه

کابل باختر د وري  اوومه

 دايشيا  فونديشن موسسي نن دلوګر ولايت دپوهنې له رياست سره داتلسو زرو ټوکو کتابونو مرسته وکړه .

 دلوګر ولايت دپوهنې رياست ويندوى شاهپور عرب  باختر اژانس ته وويل مرسته شوي کتابونه دحضرت عمر فاروق  ، حامدکرزي ،بي بي امني  ، بي بي فاطمي اوشکريي شهيد په ليسو وويشل شول .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغو کتابونو ټول ارزښت اتلس زره امريکايي ډالره  دي چې په هر ښوونځي درې زره شپږ سوه ټوکه ويشل شوي دي .

 دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالمتين جعفر  ددغوکتابونو دترلاسه کولو په وخت کې  ددغه ولايت دپوهنې په برخه کې  ددغې موسسي د لازياتو همکاريو غوښتنه وکړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته