خبرونهامنیت

په روزګان  کې ۸۰ میله وسلې او ګڼ پوځي مهمات کشف او ضبط شول

 کابل، د تلې۱۸مه، باختر

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۸۰ میله ډول ډول وسلې او ګڼ شمېر پوځي تجهیزات نیول شوي دي.

د روزګان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې دغه وسلې د یاد ولایت مرکز ترینکوټ په تلانۍ سیمه کې ترلاسه شوي، چې په نیول شویو وسلو کې ۸۰ میله ډول ډول وسلې، ۸۰ فیره د راکټ مرمۍ، ۱۰ پايې مخابرې، ۲ امریکايي جي پي ایس، د کلاشنکوف، ثقیل او هوان زرګونه ګولۍ او لاسي بمونه شامل دي.

د دغو عملیاتو مشري د روزګان مرستیال والي حاجي مزمل او امنیه قومندان حاجي بشیر کوي، او په وینا يې تر هغه پورې به دوام وکړي، چې سیمه ښه تصفیه شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا