کابل، د لیندۍ ۲ مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له ازبکستان هېواد څخه په وارداتي برېښنا کې په هغه هېواد کې د برېښنایي تاسیساتو د اساسي ترمیم له امله پنځوس سلنه پرچاوۍ رامنځته کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پرچاوۍ به نن پنجشنبې د قوس د میاشتې پر دویمه نېټه د سهار له اتو بجو څخه د مازیګر تر ۴ بجو د کابل په ګدون په بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، او خوست ولایتونو کې زیاته رامنځته شي.
برېښنا شرکت د دغې پرچاوۍ په جریان کې د هېوادوالو له حوصله مندۍ مننه کړې.