کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو تيره شپه او نن سهار نهه ماينونه ددغه ولايت په واټونو کې کشف او شنډ کړل .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې ډار اچوونکو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره يولړ خونړي پيښې ملکي وګړو ته رامنځته کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ