کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان له ځانګړى استازى تاداميچى يماموتو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دوروستيو سياسي بدلونونو دانتخاباتي اصلاحاتو د بهير او دملي وحدت دحکومت دمشرانو دکتنو او غونډو دبهير په باب خبرې وشوې.
ډاکتر عبدالله وويل په نوى روحيې او ژمنې سره په اصلاحاتو او ګډ کار ژمن يو ، هيله لرو داوسنى حالت په درک کولو او دافغانستان دلوړو ګټو په پام کې نيولو سره داصلاحاتو او دخپلو ژمنو د عملي کولو لپاره لازم او جدي تصميمونه ونيسو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ