
کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
په زابل او پکتیا کې ۱۸۴ کسان له دیني مدرسو فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د زابل په مرکز کلات ښار کې د شمس المدارس له دیني مدرسې څخه د قرائت، حفظ، تجویدالقران، لويي او وړې دورې او د مفتیتوب درجې زده کړو څخه ۱۶۰ تنه فارغ او د ویاړ پګړۍ ور پر سر کړل شوې.
د یو بل خبر له مخې؛ د پکتيا ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند دوهمې سرحدي لوا فتح العلوم مدرسې څخه ۲۴ تنه مجاهدين له ديني زده کړو وروسته فارغ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وړې دورې فضيلت پګړۍ ور وتړل شوې.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د عقيدتي چارو مدير مولوي نورالله وويل، چې د قول اردو اړوندې ټولو لواګانو کې د ملي دفاع وزارت په لارښوونه ديني مدرسې جوړې شوي دي او تر وړې دورې پورې مجاهدينو ته ديني زده کړې په کې ورکول کېږي.
لمر