خبرونهاقتصادټولنه

په زابل او کندز کې پر څه باندې ۳۰ زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

کابل، د لړم۵مه، باختر

د زابل او کندز ولایتونو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې AREP او FAO موسسو له لوري پر ۳۱ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي راشد باختر آژانس ته وویل، چې دغه مرسته په مرکز کلات، شینکي، ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو کې پر ۷ زره بزګرانو وېشل کېږي.

د یو بل خبر له مخې؛ د کندز په علي آباد او دشت ارچي ولسوالیو کې پر څه باندې ۲۴ زره بزګرانو کیمیاوي سرې او د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي.

د کندز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن وویل، چې دغه مرستې د بزګرانو لپاره دي او که يادې مرستې وپلورل شي، نو له دوی سره به قانوني چلند وکړي.

په ورته وخت کې بزګران وایي، چې په دې سره به یې حاصلات ښه او په کورني اقتصاد کې مثبت بدلون راشي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا