نړيوالې خبري منابع باختردزمري دمياشتې٧نيټه :
چارواکي وايي، د اندونيزيا په يوه سياحتي سيمه کې زورورې زلزلې لږ تر لږه ١٠ تنه مړه او ٤٠ تنه نور ټپيان کړل.
په مرکزي ټاپو لومبوک کې نن د ريشتر په مقياس شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې په لسګونو کورونه ويحاړ کړي دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو د ادارې چارواکي وايي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر له دې څخه زيات شي.
پاى ذکرالله