امنیت

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره دنښتې په بهير کې ووژل شول . دغه جګړه پرون دډيورند کرښې ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دډيورند له کرښې څخه له رااوښتو وروسته دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ . دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي . ده وويل چې دغو دار اچوونکو دډيورند له کرښې څخه له رااوښتو وروسته دافغان پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ. ويل کيږي چې په د ې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په قندهار ولايت کې ديولړچاودنو مخه ونيوله . درارسيدلو خبرونوله مخې دغو پوځيانو دقندهار په گن ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف او په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته