ورزش

په لغمان کې سرپټي لوبغالى جوړيږي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
په لغمان ولايت کې نن د يوه سرپټي لوبغالي د بنسټ ډبره کيښودل شوه.
دلغمان ولايت د بدني روزنې آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه لوبغالى به د اووه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت په مدرن او ستندرد ډول په نړيوالو معيارونو سره جوړ شي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغه لوبغالي په ودانۍ کې ټولو ورزشي برخو ته ډګرونه په پام کې نيول شوي دي او دغه راز دوه سالونونه لري چې په يوه وخت کې په د٥٠٠ تنو ظرفيت ولري.
د دغه لوبغالي د بنسټ ډبره د لغمان ولايت د سرپرست ډاکتر فضل الله مجددي او د بدني رييس له خوا کيښودل شوه او کار به يې په يو کال کې بشپړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته