ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دوري لومړۍ نيټه :
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا .
دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې اړوند دکايناتو دلومړۍ لمبر  دنيا ، عامه شمال ، دشمس لندن  لومړۍ لمبر  ، افغان ښوونځي ، التقوا ، سلطان محمود غزنوي ، افاق ، علي سينا ، حرمت ارشاد ، عثمان وردګ ، اريانا کابل ، عمر خيام ، تکامل دانش ، د سکينه يعقوبي  دلومړي لمبر ، تلاش ، طلوع افتاب ، اميد ، ازمون  ، اتحاد ، دخانه نور ددريم لمبر ، داحمد شاه باب ابدالي ، تمدن ، دتلاش دانش دلومړي لمبر ، دشمس لندن دڅلورم  لمبر ، داريانا کابل ددويم لمبر ، عامه کابل افغان دعامه شمال دنجونو ، کابل ، د شمس لندن ددريم لمبر ، دنجونو ، پامير ، داريانا باختر ددويم لمبر ، تميم انصار ، امين ، افکار  ، دخانه نور دلومړي لمبر ، دخانه نور دنجونو ،  خدمت  ، عبدالقادر قديري ،  اقرا، ابو موسي ، عمر فاروق  ، ددريمې کارتې دشمس لندن  داووم لمبر ، مهرګان ،  رومي ، کاردان ،  دافغانستان نوين ددويم لمبر، افغان پامير ، دتوپ هېواددلومړي  لمبر ، دکايناتو ددويم لمبر ، دکايناتو دڅلورم لمبر ، درڼا دلومړي لمبر ، ديعقوبي دلومړي لمبر ، ددنيا ددريم لمبر ، ميلاد نور ، دين او دانش ، خورشيد اريانا ، طلوع سحر ، کاروان ، افغانستان نوين او يار محمد دخصوصي  ليسو د ١٣٩٤ کال او دتيرو کلونو عمومي او متفرقه ددولسم  ټولګيو هغو فارغانو ته چې دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دکانکور په ازموينه کې دګډون داوطلبان دي خبر ورکول کيږي ددغو داوطلبانو دشموليت کارتونه د ١٣٩٥ کال دوري دمياشتې په دريمه نيټه دسه شنبې په ورځ په اړوندو سيمو کې ويشل کيږي .
دغه راز له پولې څخه بهر ددولسمو ټولګيو ټولو فارغانو ، هغو فارغانو ته چې دنوم ليکنې فورمې يې دکابل ښار دپوهنې له رياست او دپوهنې وزارت دثانوي تدريساتو  له رياست څخه ترلاسه کړي دي او هغه داوطلبان  چې دهېواد په مرکز او ولايتونو کې دکانکور له ازموينې څخه پاتې شوي دي هم خبر ورکول کيږي چې ددغو داوطلبانو دشموليت کارتونه د ١٣٩٥ کال  دوري دمياشتې په دريمه نيټه دسه شنبې په ورځ په دغو ځايونو کې ويشل کيږي .
_ ټولي ښځينه داوطلبان په ازموينه کې دخپل شموليت کارتونه کولاى شي دکابل پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ترلاسه کړي .
_ هغه نارينه داوطلبان چې نومونه يې د ( الف _  م –ط – ظ- س – ش –ج – ح- خ  او چ )  په تورو پيليږي  کولاى شي دخپل شموليت کارتونه دکابل له پولي تخنيک پوهنتون څخه ترلاسه کړي .
_  هغه نارينه  داوطلبان  چې نومونه يې  د ( ع – غ- ب – ت – ث- پ – د – ف- ق- ص- ض )  په تورو پيليږي کولاى شي دخپل شموليت  کارتونه دکابل پوهنتون  له جمنازيوم څخه ترلاسه کړي .
_ هغه نارينه داوطلبان چې نومونه يي د  ( ن –  ذ-ز- گ –  ک – ل-  و –  هه – او د ‌ى ) په تورو او په نورو تورو پيليږي  کولاى شي  دخپل شموليت کارتونه دکابل له طبي پوهنتون څخه ترلاسه کړي .
دغه راز ددغو داوطلبان دکانکور ازموينه د ١٣٩٥ کال دوري دمياشتې په پنځمه نيټه دپنجشنبې  دورځې دسهار په اووبجو په کابل پوهنتون  دکابل په پولي تخنيک پوهنتون دشهيد استاد رباني  دښوونې او روزنې په پوهنتون و دکابل په طبي پوهنتون کې اخيستل کيږي .
دکانکور دازموينې  داخستلو دخونې لمبر او ځاى په کارت کې ليکل شوي دي او داوطلبان دې په  ټاکلي وخت اړوندو پوهنتونونو ته ورشي .
دغه راز پخوا هم دڅلورمې دورې خبرتيا خپره شوې ده او په دې خبرتيا کې ليکل شوې  ليسې وروسته ورزياتې شوې ، دخپلواړوندو ليسو دموندلو لپاره چې په څلورمه دوره کې شاملې دي دواړو خبرتياو ته دې مراجعه وشي .
دغه راز د کانکور د آزموینې له ټولو شاملانو څخه غوښتنه کیږي چې د آزموینې په ورځ دې د آزموینې صحنې ته د موبایل، مخابرې، وسلې او له هر راز برقي وسیلې له راوړلو څخه ډډه وکړي.
له داوطلب سره د دغو وسایطو د لیدلو په صورت کې که څه هم استفاده يی هم نه وي کړې، د آزموینې له لایحې سره سم آزموینه يی باطلیږي او داوطلب د آزموینې له صحنې څخه شړل کیږي او امنیتي مسوولینوته معرفي کیږي. سر بیره پر دې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کیږي چې د تابعیت د تذکرې اصل، تور خودکارقلم او د څانګې د کود جدول له ځان سره ولري.د نورو ليسو د فارغانو د آزموينې نيټه به وروسته اعلام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته