نړۍ

دوه تنه د پاکستان په لاهور هوایي ډګرکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
دوه پاکستانیان نن د لاهور هوايي ډګر په سالون کې ووژل شول.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان چې نوي له (عمرې حج) څخه راغلي وو؛ په لاهور کې د بابربت په نامه د یوه تن په وژل کېدو تورن وو.
په دوو کلونو کې، دا دویمه پېښه ده چې په دغه هوایي ډګرکې رامنځته کېږي.
د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیر د پېښې په باب د تحقیق امر کړی دی.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته