ټولنه

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو د لارو چارو دپوهاوي دکمپاين جوړول.

کابل –  باختر د سلواغې دمياشتې ٣
دپيوند ټولنيزې او فرهنګي موسسې نن دجوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښارکې د ښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو يو ورځنۍ کار پيل کړ.
دپيوند د ټولڼيزې او فرهنګي موسسې مسوول احمد شاه نن دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغه کمپاين موخه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي له منځه وړل او داسلام د مبين دين له لارښوونو او د ټولنې له دودونو او عنعناتو سره سم دهغوى دحقوقو په باب دښځو پوهاوى دى .
ده زياته کړه: دغه کمپاين کولاى شي دعامه افکارو په روښانولو او پوهاوي کې اغيزه ولري او مثبتې نتيجې ورکړي.
دجوزجان ولايت دښځو دچارو د رياست دمسولينو د څرګندونو له مخې د روان کال په ٦ مياشتو کې په بيلابيلو ادارو کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي څه ناڅه سل قضيې ثبتې او راجستر شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته