امنیت

د افغانستان په خيتځ کې د نهو تنو کورنيو او بهرنيو تروريستانو وژل کيدل

کابل باختر د تلې د مياشتې١١ :
نهه تنه کورني او بهرني تروريستان د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه تروريستان نن سهارکله يې چې غوښتل د ډيورنډ له کرښې څخه له را اوښتو روسته د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي؛ د افغانستان د سرحدي پولسيو د ډزو له امله ووژل شول .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پولسيو يوه جکپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې د څلورو تنو پاکستانيانو په ګډون نهه تنه تروريستان وژل شوي دي .
ده وويل: يرغلګر د ډيورنډ له کرښې څخه له را اوښتو وروسته ټيک کله يې چې غوښتل دپو ځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي؛ د دوى د ډزو له امله ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دغو نښتوکې پوځيانو او د سيمې  او سيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته