امنیت

په دايکنډي کې دتوغندي ديوسرګلولې دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول .

کابل باختر دوږي ٢٤مه :
دوه ښځې او يو ماشوم پرون  په دايکنډي کې  دتوغندي ديوې سرګلولې په چاودنه کې ووژل شول .
  ددايکنډي ولايت داشترلي ولسوال جان محمد بياني دباختراژانس  له سيمه ييز خبريال سره په اړيکه کې وويل  چې، ددغې ولسوالۍ يو ماشوم دتوغندي ديوې سرګلولې سره دخپل کور په انګړ کې لوبې کولې  چې چاودنه وشوه .
چې د دغه ماشوم سربيره  دوه ښځې هم  ووژلې شوې .
هغه زياته کړه چې، وژل شوى ماشوم دغه سرګلوله دخپلو څارويو دپيولوپه وخت کې  دسيمې  دغره له لمنې څخه ځان سره راوړلى و .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته