امنیت

له ارزګان څخه د ټولو استراليايي سرتيرو وتل.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢١
استراليايي پوځيان  په  بشپړه توګه د ارزګان له ولايت څخه  ووتل .
دغو پوځيانو له لسوکلونو راپه دې خوا په ارزګان کې دبيا جوړولو دولايتي ټيم
د  پي – آر ټي  په  چوکاټ کې شتون  درلود.
استراليايي پوځيانو پرون د ارزګان په هوايي ډګر کې خپل پوځي تاسيسات په بشپړه توګه افغان پوځيانو ته وسپارل او په خپله يې د ٢٠١٤ کال  په درشل کې خپل هيوادته دسيندو بهير ګړندى کړ .
د ارزګان په هوايي ډګر کې د  استراليايي  پوځيانو د نظامي تاسيساتو د پاسه دافغانستان د بيرغ له رپولو وروسته  په کابل کې داستراليا سفير وويل  چې هيواد به يې د پخوا په شان د افغانستان د بيا جوړولو او پرمختيا او دافغان   پوځيانو د پياوړتيا لپاره خپلو مرستو ته دوام  ورکړي.
له بلې خوا د ازرګان والي اميدمحمد آخوند زاده هم داستراليا له خوا دځينو پرمختيايي پروګرامونو تمويلوته په اشارې سره  ددغه هيواد له مقاماتو څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه د دوى دپوځيانو له وتلو وروسته هم دافغانستان له پرمختيا سره مرسته   وکړي.
په کابل کې دامريکا سفير هم په دغو مراسمو کې ګدون  درلود ( ده د ٢٠١٤ کال
رانږدې  کيدو او په افغانستان کې دناټو پوځي ماموريت ته په اشارې سره وويل چې  نړۍ به  دپخوا په شان دافغانستان دترقۍ او پرمختګ او په ځان  دافغان پوځيانو د  ډډې لګولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
له  ارزګان څخه داستراليايي پوځيانو په وتلو سره اوس يوازې يو  شمير امريکايي پوځيان په دغه ولايت کې شتون لري .
د ٢٠١٤ کال په رانږدې کيدو سره چې په هغه کې دناټو پوځي ماموريت پاى
ته رسيږي.
دافغانستان مقامات هلې ځلې کوي چې د نړۍ دمرستو په جلبولو سره  افغان پوځيان پياوړي کړي او په خپلو پښويې  ودروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته