کابل/ د لړم ٧مه/باختر
د روزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې په هوايي بريدونوکې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ګيزاب ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې په بريدونوکې د طالبانو يو پټنځاى له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې له منځه تللى دى.
ختم- ف -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ